سوداگري
د افغانستان را ټول شوي عوايد ۲۵ په سلو كې كم شوي دي
د افغانستان د ماليې وزارت تائيد كړه، چې د روان مالي كال په درېيو لومړيو مياشتو كې د افغانستان را ټول شوي عوايد ۲۵ په سلو كې كم شوي دي. د دې وزارت مسئولين د عواېدو د كمېدو عوامل له ګاونډيو هېوادونو سره په ترانزيتي ستونزو او د مالي كال د بدلېدو په باب د ماليه وركونكو د معلوماتو پر نه شتون تړي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د پېسو د نړيوال صندوق د څېړنو پر بنسټ ويلي، د افغانستان اقتصادي حالت د سږ كال په درېيو لومړيو مياشتو كې د تمې خلاف له مخ پر ځوړ حالت سره مخ دى.
د دې څېړنو له مخې، افغان حكومت به تر څو راتلونكو لسيزو ونه توانېږي، چې خپله عادي بودجه له خپلو کورنیو (داخلي) عواېدو پوره كړي.
د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي هم تاېيدوي، چې په تېرو درېيو مياشتو كې را غونډ شوي عوايد ۲۵ په سلو كې كم دي.
بل خوا له پانګونې د ملاتړ ادارې ( ایسا ) دا راپور رد كړ، د آيسا رئيس وفي الله افتخار وايې:
د دوی موندنې ښيي، چې پانګه اچونه په افغانستان كې زياته شوې ده، او دا راپور د بهرنيانو تبليغات دي.
افغان حكومت په تېرو لسو كلونو كې له يو لړ هڅو سره په دې توانېدلى، چې د خپلې عادي بوديجې په سلو كې نږدې ۶۰ برخه له كورنيو عوايدو برابره كړي.
د حكومت د عادي بودجې څلوېښت په سلو كې او د پراختيايي بوديجې ټوله برخه تر اوسه د مرسته كونكو هېوادونو له خوا تمويلېږي.