لوبی

د افغانستان رسنيو په فوټبال سيالۍ كې تمدن ټلويزيون لومړى مقام تر لاسه كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روژې د مباركې مياشتې په وياړ د افغانستان رسنيو د فوټبال كپ پيل شوې سيالۍ د تمدن ټلويزيون په برياليتوب پاى ته ورسيدې.

په دې سياليو كې د افغانستان د رسنيو دولس لوبډلو برخه اخيستې وه او په خپلو كې يې سيالۍ ترسره كړې.

دغه سيالۍ نن د رسنيو او فوټبال فدراسيون د چارواكو په گډون د يو لړ ځانگړيو مراسمو په ترڅ كې پاى ته ورسيدې.

پدې ورځ د طلوع ټلويزيون او په افغانستان كې د امريكايي پوهنتون لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې، چې په پايله كې امريكايي پوهنتون بريا ترلاسه او درېيم مقام يې خپل كړ.

د سياليو له وروستي پړاو مخكې د افغانستان د فوټبال د پخوانيو لوبغاړيو او اروپايي اتحاديې ترمنځ يوه دوستانه سيالي هم ترسره شوه او رسنيو پخواني لوبغاړي وستايل.

د افغانستان د رسنيو د دې لومړنيو سياليو په وروستي پړاو كې د آريانا ټلويزيون او تمدن لوبډلې د لوبې ډگر ته ووتې او د په زړه پورې سياليو په ترسه كولو دغه دوه لوبډلې په پرله پسې توگه درې پر درې سره مساوي شوې او لوبه د پيناټي پړاو ته ورسيده؛ خو په دې پړاو كې د تمدن ټلويويزيون لوبډله وتوانيده، چې اتلولي خپله كړي.

پدې سيالۍ كې لومړى گول د آريانا لخوا ناصر ترسره كړ؛ خو د تمدن لپاره حميد كريمي گول وواهه او لوبه يې يو پر يو برابره كړه.

تمدن دوه يم گول هم ترسره كړ؛ خو د آريانا لپاره آرش يزدان گولوهنه وكړه او لوبه يې بيا هم مساوي كړه.

درېيم گول هم تمدن ترسره كړ، چې آريانا هم وروسته پاتې نشوه او بيا يې درې پر درې سيالي مساوي ته ورسوله.

په پاى كې سيالي د پيناټي پړاو ته ووتله، چې تمدن مخكې شو او اتلولي يې خپله كړه.

په دې سياليو كې د افغانستان د فوټبال فډراسيون رييس كرام الدين كريم، د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل، د تمدن ټلويزيون رييس جواد محسني، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې سفير او استازي ویگاداس اوشاتکس په افغانستان كې د امريكايي پوهنتون موسس شريف فايض، د افغانستان د ورزشكارانو د ملي اتحاديې رييس سيد محمود ضيا دشتي او د افغانستان د تشويقي بنسټ رييس سكندر اصغري په حضور ترسره شوې .

د دې سياليو په پاى كې هغه ستاينليكونه او ډالۍ، چې د آريانا ټلويزيون او اروپايي ټولنې لخوا برابرې شوې وې، ووېشل شوې.

په دې سياليو كې د افغانستان د فوټبال فډراسيون رييس کرام الدین کریم ، ډاکټرشریف فایض، سید محمود ضیا دشتی، همایون کارگر، فرید مولایی، یاسین محمدی او د گډونكوونكيو لوبډلو څارونكيو پر لوبډلو ستاينليكونه او ډالۍ ووېشلې.

دغه راز له نور ټلويزيون څخه باز محمد د غوره گول ساتونكي، محمود آزاد د اخلاقو د غوره لوبغاړي او له نگاه ټلويزيون څخه بهزاد د دې سياليو د غوره لوبغاړي په توگه وپېژندل شول.

په دې سياليو كې، چې د آريانا ټلويزيون په نوښت او د اروپايي ټولنې او په افغانستان كې د امريكايي پوهنتون په همكارۍ جوړې شوې وې،تمدن ټلويزيون لوبډلې لومړى، آريانا ټلويزون لوبډلې دوه يم او د افغانستان امريكايي پوهنتون درېيم مقامونه وگټل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version