تازه خبرونه
د افغانستان روغتیايي نظام او د واکسیناسیون بهیر دې نور هم پیاوړی شي
حنان بلخي په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د سفر پر مهال یې له افغان چارواکو، د روغتیايي سکټور له کارکوونکو، نړۍوالو همکارانو او د ملګرو ملتونو له اړوند ادارو سره لیدلي دي.
د روغتیا نړۍوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د پولیو د له منځه وړلو د څار پلاوي له څلورم سفر وروسته ټینګار کړی، چې ټولو ماشومانو ته د ژوند ژغورونکو واکسینونو رسول او د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا باید لومړیتوب وي.
حنان بلخي په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د سفر پر مهال یې له افغان چارواکو، د روغتیايي سکټور له کارکوونکو، نړۍوالو همکارانو او د ملګرو ملتونو له اړوند ادارو سره لیدلي دي.
د نوموړۍ د څرګندونو له مخې؛ د واکسیناسیون د پوښښ پراخول، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د روغتیايي نظام غښتلتیا باید په هممهاله توګه پر مخ ولاړ شي، چې افغانستان د پولیو د له منځه وړنې او د راتلونکو نسلونو د روغتیا ساتنې په برخه کې نور پرمختګ وکړي.
حنان بلخي سره له دې، چې شته ننګونې یې یادې کړې؛ د روغتیايي سکټور د چارواکو او همکارانو له ژمنتیا ستاینه یې وکړه او له پولیو ناروغۍ څخه د پاک افغانستان د رامنځته کولو لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.