تازه خبرونه
د افغانستان روغتیا وزارت یو کاري پلاوي روسیې ته سفر وکړ
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.
د روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد اوورسره مل پلاوي یې افغان سوداګرو ته د درملو واردولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره روسیې ته سفر کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې سفر کې به یاد پلاوی د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ادارو له مسوولانو سره خبرې وکړي او هم به د معیارونو همغږۍ، د ثبت بهیر د آسانتیا، د کیفیت کنټرول میکانیزمونو ښهکېدا او د اغېزمنو همکاريو د چوکاټونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« د روسیې د درمل جوړولو معتبرو شرکتونو څخه لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د درملو د تولید او کیفیت کنټرول د دې سفر نورې موخې دي.