سوداگري

د افغانستان زرګونه تولیدي کارخونې له نا څرګند برخلیک سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان د صنایعو اوکانونوخونې مسوولین وېره ښيي، چې که د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده نشي؛ زرګونه تولیدي کارخونئ به وتړل شي.

د هېواد خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ په تېرو شل کلونو کې د دې سکتور لخوا میلیارډدونه ډالر پانګونه شوې، خو اوس د نړیوالو بندیزونو له کبله د هېواد اقتصادي نظام او خصوصي سکتور له سختو ننګونو سره مخ شوی دی.

د دې خونې مسوولینو ويلي، چې د امریکا لخوا په کنګل شوې پانګه کې دوه نیم میلیارډ ډالر د خصوصي سکتور دي.

دوی څرګندوي؛ پانګوال نور د دې وړتیا نلري، چې خپلو تولیدي فابریکو ته اوومه توکي برابر کړي.

د خصوصي صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده ویلي: مونږ نشو کولی، چې نور دا حالت وزغمو؛ ځکه، چې نړۍ له افغان ملت سره ظلم پیل کړ. که ونشوه؛ نو له ملګرو ملتونو څخه به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړو.

د خصوصي سکتور غړي ويلي، چې د نړیوالې ټولني لخوا د افغانستان ۹ اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالر کنګل شوي، چې دوه اعشاریه پېنځه ۲،۵ میلیارډ يي د خصوصي سکټور دي.

دوی د دغې پانګې د آزادیدو غوښتنه کوي او وايي؛ افغانان اوس په دې پوهیږي، چې د بحران تر ټولو ستر لامل پخپله نړیوا له ټولنه ده.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: مونږ او د افغانستان ولس په دې ښه پوهیږي، چې ستونزه چا رامنځته کړي؛ خو هیله لرو، چي دا ستونزه پخپله حل کړي.

د افغانستان لوژیستیکي شرکتونو مسوولینو هم په ډاګه کړې، چې له نړیوالو او ملي بنسټونو سره يي په لسګونه میلیارډ افغانۍ پاتې دي، چې اوس یې هیڅوک هم مسوولیت نه مني.

د لوژیستکي شرکتونو استازی محمدبازغیرت وایي: مونږ له خپل ملت سره کار کړی او خدمات مو وړاندي کړي دي. پیسې مو؛ ځکه پاتي دي، چې د افغانستان پیسې کنګل شوي. هیله ده، چې دا پیسې بېرته آزادې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو ويلي، چې که په افغانستان کې هر اقتصادي ناروین رامنځته کیږي مسوولیت يي د نړیوالې ټولني پر غاړه دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وایي: مونږ څو ځلې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی؛ دوی د ملت پیسې بندې کړي، چې ملت اوس ورته اړتیالري. که بحران راشي؛ نو حکومت يي مسوولیت نلري.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم ويلي، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې پیسي خلاصي او خصوصي سکتور ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه: صدراعظم منګل وایي: مونږ ګورو، چې ستونزه ورځ تر بلي په پراخیدو ده او لامل يي هم نړیواله ټولنه ده، چې د افغانستان ټول اقتصادي نظام يي تحریم کړی دی.

د خصوصي سکټورغړيو ویلي؛ که نړیواله ټولنه د افغانستان د خصوصي برخې ستونزې حل نکړي، نو دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپآره نړیوالو محاکمو ته عارض شي.

Trending

Exit mobile version