تازه خبرونه

د افغانستان زعفرانو حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي

Published

on

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ په ۱۳۹۹ کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې سږني حاصلات یې نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي: د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو میرمنو، یو زر او ۸۸۸ نرینه وو زعفران کارانو ته روزنه، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو رامنځته کول، د ۲۹ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو پر لګښت په هرات ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل؛ په ۱۳۹۹ لمریز هجري کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ځانګړې کړنې دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد ترټولو ډېر زعفران تولیدوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي: په ۱۳۹۹ لمریز هجري کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې ترې یوازې د هرات ولایت په اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.

په هغو ولایتونو کې، چې زعفران ښه وده او حاصل ورکوي یاد بوټی د کرنیز کار و بار لپاره غوره فرصت دی.

په همدې موخه په دې وروستیو کلونو کې د هېواد بزګرانو د زعفرانو کرکېلي ته مخه کړې او د دې ګران بیه بوټېي د کرکېلي او ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره د کرنې کارپوهان یې د پراختیا په پار هڅه کوي.

کرنې وزارت ډاډ څرګند کړی، چې په ۱۴۰۰ لمریز هجري کال کې به هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه وساتل شي.

Trending

Exit mobile version