تازه خبرونه

د افغانستان ستونزه یوازې سیمه‌ییز حل لري – ګوترش

نوموړي د پراخې بې‌وزلۍ، بې ځایه کېدو، پرله‌پسې زلزلو او اقلیمي ټکانونو او ننګونو ته په نغوته کې ویلي: “د افغانستان خلک له سختو شرایطو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو له ګډ ملاتړ پرته د دغو بحرانونو له منځه وړل ناشونې دي.”

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۳, ۱۴۰۴

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش قزاقستان ته د خپل سفر او د “مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیایي اهدافو مرکز” د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخت زیات سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي د پراخې بې‌وزلۍ، بې ځایه کېدو، پرله‌پسې زلزلو او اقلیمي ټکانونو او ننګونو ته په نغوته کې ویلي: “د افغانستان خلک له سختو شرایطو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو له ګډ ملاتړ پرته د دغو بحرانونو له منځه وړل ناشونې دي.”

ګوتریس همدارنګه ټینګار کړی، چې په قزاقستان کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیایي اهدافو مرکز پرانیستل د سیمې د پراختیایي هڅو د همغږۍ لپاره یو اړین ګام دی او کولی شي په ځانګړي توګه له فغانستان سره د دوامداره پرمختګ په لار کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د څرګندونو له مخې؛ دا مرکز د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي غونډې د تصویب او له قزاقستاني چارواکو سره د همکارۍ له مخې تاسیس شوی او د سیمې په ځانګړي توګه افغانستان کې به پر اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پراختیا را وڅرخیږي.

ګوتریس به له قزاقستان وروسته په ترکمنستان کې له وچې سره د تړلو پرمختللو هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو په درېیم کنفرانس کې ګډون کوي.

Trending

Exit mobile version