تازه خبرونه
د افغانستان سرې میاشتې په کابل کې ۳۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشلې
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې د عربستان د شاه سلمان خیریه بنسټ د همکارۍ له مخې اړمنو کورنیو ته د لس میلیون ډالرو پر ارزښت خوراکي توکي او البسه مرسته وکړه.
د سعودي عربستان د شاه سلمان بنسټ په کابل کې له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ کې پر درې سوه اړمنو کورنیو خوراکي او ژمني توکي وویشل.
د سعودي عربستان د مرستو مسوول قاري نورزمان شرافت وایي: زمونږ د لس میلیون ډالرو پر ارزښت دا مرستې به په درې پړاوونو کې د لس ولایتونو پر اړمنو ووېشل شې.
د افغانستان سرې میاشتې عمومي مسوول مولوي عبدالله حماد وايي، دا مرستې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د دوی له ارزونو وروسته پر مستحقو او اړمنو کسانو، چې د یوې سروې له مخې پېژندل شوي دي وېشل کېږي.
یوشمېر کورنۍ، چې دا مرستې یې ترلاسه کړي وايي، شوي مرستې ګڼ- کسیزې کورنیو ته بسنه نکوي او له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې له افغانانو سره د خپلو مرستو لړۍ روانه وساتي.
اړمنه شاهده بیا وايي، چې د مرستو په ځای دې خلکو ته د کار زمینه برابره ؛ ځکه زه کونډه یم، ماشومان مې کوچني دي. له مونږ سره باید میاشتنۍ مرستې وشي او نړۍ دې مونږ نه هیروي.
حمزه اړمن ویلي؛ دغه مرستې ډېرو اړمنو کورنیو ته وېشل شوي او مونږ ترې خوښ یوو.
یو بل اړمن ویلي؛ کاش، چې له دې مرستو سره خلکو ته کاري زمینې رامنځته شي؛ ځکه مونږ هر کار کولی شو.
دا په داسې حال کې ده، چې ځیني مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د لوږې او انساني ناورین له کبله خبرداری ورکوي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ناورین د مهارولو لپاره څلور میلیارد ډالر مرستې ته اړتیا ده.