تازه خبرونه

د افغانستان سلګونه زره ښځینه ښوونکې او زدکوونکې بې برخلیکه دي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان د ښځینه لیسو هغه ښوونکې، چې له اووم تر دوولسم ټولګي تدریس کوي وايي، چې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د مسوولینو لخوا د دندې اجازه نده ورکړ شوې او بې برخلیکه پاتې دي.

د پوهنې وزارت مسوولینو د متوسطې او لیسې نرینه زدکوونکیو او ښوونکیو ته سپارښتنه کړې، چې په ښوونځيو کې حضوري زدکړې پیل کړي؛ خو د پوهنې وزارت په اعلامیه کې د یادو ښوونځیو د ښځينه زدکوونکیو او ښوونکیو په اړه څه ندي ویل شوي.

د بي بي سارا ښوونځي د دولسم ټولګي د پښتو ښوونکې خاطره وايي، چې د پوهنې ښاري څانګې مسوولینو ورته ویلي، چې دوی دې تر بلې خبرتیا په تمه شي؛ ځکه، چې تر دې دمه له اووم ټولګي څخه تر دوولسمه پورې د نجونو د زدکړو په اړه پرېکړه نده شوې.

دوی وايي، چې د کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده او که دندې ته پرېښنودل شي، ژوند به یې له سخت کړاو سره مخ شي.

خاطرې له پېنځلس کلونو راپدیخوا د ښوونکې دنده ترسره کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې له دوه میاشتو راپدیخوا د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره پیسې پور کړي.

دا له پوهنې وزارته غواړي، چې ښځینه ښوونکیو ته د کار او زدکوونکیو ته د زدکړې زمینه برابره کړي.

هغه وایي: که ټولنې ته پر پوهه سمبالې ښځې وړاندې نشي؛ نو د ښځو درملنه به څوک کوي. که دې کار ته پاملرنه ونشي هېواد به له پوهنیز بحران سره مخ شي.

د خاطرې کورنۍ وېره لري که دا دنده له لاسه ورکړي، ژوند به یې له سخت کړاو سره مخ شي.

د خاطرې ورور بشارت الله وایي: له طالبانو غواړو، چې ښځو ته د کار اجازه ورکړ شي؛ ځکه ډېرۍ ښځې خپلې کورنیو ته د نفقې راوړونکې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي کمیسیون د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې په هېواد کې د ښځینه ښوونکیو او زدکوونکیو د زدکړو پر تګلاره کار کوي، چې له بشپړیدو سره به یې د زدکړې بهیر پيل شي.

Trending

Exit mobile version