تازه خبرونه
د افغانستان سوله او ثبات د انقرې او اسلام آباد په ګټه ده – ترکي چارواکي
ترکي چارواکي وایي چې د افغانستان سوله او ثبات د انقرې او اسلام آباد په ګټه ده.
نوموړی وایي چې د درې واړو هیوادونو د همکاریو د همغږۍ لپاره د یوې منظمې تګلارې جوړول اړین دي.
د ترکیې د لومړي وزیر په وینا؛ په راتلونکې میاشت کې به د افغانستان د ثبات لپاره د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.
په ورته وخت کې د چارو پوهان په دې باور دي چې ترکیه د افغانستان په ثبات کې مهم رول لوبولی شي.
د ترکیې لومړي وزیر داوود اوغلو دا څرګندونې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې کړي.
ښاغلي اوغلو ټینګار کړی چې ډير ژر به په افغانستان کې د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په انقره کې غونډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څو غونډې وشوې، خو افغانستان ته یې ګټه ونه وکړه. کارپوهان وايي چې پاکستان د افغانستان په هکله دوه ګونی سیاست لوبوی.