تازه خبرونه
د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیوافپي
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بېوسۍ سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوهیم پړاو کې د بېې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
