تازه خبرونه
د افغانستان سږنی ژمی به په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې ډېر سوړ وي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت خبرداری ورکوي، چې د افغانستان سږنی ژمي به په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې بې ساری سوړ وي.
افغانستان سږکال له داسې ژمي سره مخ کیدونکی دی، چې د سوړوالي له کبله به یې په تېرو سل کلونو کې بېلګه لیدل شوې نه وي.
مسوولینو ويلي، چې د نړۍ هوا او چاپېریال د بدلون په حال کې دی، چې اغېز یې پر افغانستان هم پریوتی دی.
له طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو خبرداری ورکوی، چې سږکال به د هېواد په پېنځه ویشت ولایتونو کې واورې ښوییدنې او سېلابونه ولرو.
له طبعي پيښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني په باور په هېواد کې د ځنګلونو پرې کولو او د سېل مخې ته د کورنو جوړولو له کبله ښايي سږنی ژمی ډېر ویجاړوونکی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې وار له مخه په کابل او یو شمېر ولایتونو کې واوره و وریده.
په کابل کې د واورې او باران له اوریدو وروسته پر سړکونو او واټونو د سېل ککړې اوبه وبهیدې، چې د خلکو تګ راتګ یې له پوره ستونزو سره مخ کړ.
د دغه حالت پړه پر کابل ښاروالۍ او هغو ښاریانو ور اچول کیږي، چې ښاري کلتور په پام کې نه نیسي.
کابل ښاریان پر ښاروالۍ نیوکه کوي، چې د سېل او باران اوبو لپاره یې ویالې جوړې کړې ندي.
کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي، چې د ستونزې د اوارۍ او د دغه حالت د تکرار د مخنیوي پر لارو چارو کار روان دی.
له یوې خوا کابل ښار د ماستر پلان خلاف پراخ شوی او هرې خوا ته په کې ښارګوتي او د استوګنې کورونه جوړ شوي او له بلې خوا اړون مسوولین بریالي شوي ندي، چې د باران اوبه له عمومي واټونو واړوي او د ویجاړۍ او رامنځته شویو ستونزو مخه ونیسي.
د یادونې ده، چې هرکال د واورې او باران له کبله په کابل کې ډېري سړکونه له اوبو ډک وي. که څه هم هر کال د دې ستونزې د حل لپاره ژمنې کیږي، خو دا ننګونه تراوسه پر خپل حال پاتې ده.