سوداگري
د افغانستان صادراتي کارګو د تهران له لارې ترکيې ته پر لاره ده
ایرنا خبری اژانس څرګنده کړې؛ د افغانستان د صادراتي توکو لس واګونونه، چې ترکیې ته روان دي له تهران څخه تېر شوي او اوس شمال لویدیځ رازی بندر ته پر لاره دي.
دغه خبری آژانس د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د افغانستان د ریلي پراختیا کنسرسیوم دغه کارګو د سرحدی ساتونکیو او د ګمرکونو د جوازونو د اخیستلو په ګډون د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له قانوني اجازې پرته خپله کارګو استولې ده.
ایرنا لیکلي، چې ایران د خپلو ملي ګټو له په پام کې نیولو او ښه نیت سره د دې کارګو د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
ایراني چارواکو ویلي، چې ایران به نور د افغانستان کارګو ته د اړوند ادارو د لازمو اجازو له ترلاسه کولو وروسته د تېرېدو اجازه ورکړي.
