سوداگري
د افغانستان صادرات له یو میلیارډ ډالرو واوښتل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په روان لمریز کال کې د یو میلیارډ و سل میلیون ډالرو پر ارزښت کورني تولیدات صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي، چې په دې صادراتو کې جلغوزي، انګور، انځر، تلک یا شو کاڼي ډبرې، غالۍ او د درملو بوټي شامل دي.
د دوی په خبره، ډېري محصولات او تولیدات پاکستان او هند ته صادرشوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: مونږ په روان میلا دي کال کې د صادراتو کچه یو میلیارډ او سل میلیون ډالرو ته رسیدلي. که په هېواد کې پانګونه وشي دا کچه نوره هم لوړېدای شي.
د خصوصي سکتور ځینې غړي په دې باور دي، چې که د افغانستان اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ وکړي؛ نو افغان پانګوال کولی شي، چې د هېواد د صادراتو او وراداتو بیلانس برابر کړي.
د خصوصي سکتور غړي بازمحمد غیرت ویلي؛ که مونږ وغواړو، چې دا هېواد له واردوونکي څخه پر صادروونکي هېواد بدل کړو؛ نو مونږ د دې وړتیا لرو او صادرات مو له میلیارډ ډالرو لوړدي. دغه راز اوس امنیت بد ندی؛ نو سوداګریزې ستونزې اوارې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په روان کال کې د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت د صادراتو تر سره کیدو ته د شک په سترګه ګوري؛ خو وایي که د سکتوري وزارتونو لخوا د صادارتو د پراختیا لپاره کار وشي په هېواد کې د صادراتو لوړظرفیت شتون لري.
اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي: مونږ د صادراتو لپاره لوی ظرفیت لرو. که پرې کار وشي مونږ د ځان بسیایني حد ته رسیدای شو؛ خو په روان کال کې ډېر باورې نه یم، چې دومره صادرات دې شوې وي.
د یو میلیارډ ډالرو صادراتو خبرونه ډېر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو له ادرسه هم په ټولنیزو شبکو کې تر سترګو کیږي؛ خو دغه وزارت تر دې دمه له رسنیو سره په دې اړه څه ندي ویلي.