تازه خبرونه

د افغانستان صنعت له سختو ستونزو سره مخامخ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وایې، د افغانستان صنعت له جدي ستونزو سره مخ دی. له بلې خوا په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې رییس ټینګار کوي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالي ته باید زمینه برابره شي.

د سوداګری او صنایعو وزیر همايون رسا له صنعت څخه د ملاتړ په غونډه کې وویل، د هېواد صنعت له ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخامخ دی او د دې ستونزې د اواري له پاره نوي پلانونه په مخکې لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ د اداري ( آیسا) رییس محمد قربان حقجو وایي د کورنیو تولیداتو کچه باید زیاته شي ترڅو بشري قوه په کې ونډه واخلي او په صنعت کې شته ستونزې اوارې شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي چې د هېواد د صنعت پر وړاندې په لوړه کچه مالیې، اداري فساد، د مارکېټ، برېښنا او د ځمکو کموالی له مهمو ستونزو څخه دي.

له پانګوالو څخه ملاتړ، کورنیو، سیمه يیزو او نړیوالو مارکېټونو ته د تولیدوونکو او متشبثینو لاسرسی، د خصوصي سکتور د ظرفیت لوړوالی او د تولیداتو معیاري کول د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له پلانونو څخه دي.

خبرياله: نبيله حفيظي

Trending

Exit mobile version