تازه خبرونه
د افغانستان فضا تر اشغال لاندې ده – دفاع وزیر
د افغانستان پر فضايي حریم د بې پیلوته الوتکو ګزمو د هېواد د دفاع وزیر اندېښنه راپارولې او څرګندوي؛ د هېواد فضا اشغال شوې او داسې تکنالوژي نلري، چې د دغو الوتکو د الوتنو مخه ونیسي.
د ملي دفاع وزیر د ښوونې او روزنې اړتیا ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ اردو باید په داسې ډول وروزل شي، چې څوک د افغانستان د پوځي اشغال په اړه فکر ونهکړي.
د هېواد دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت فارغو شویو افسرانو ته څرګنده کړې؛ دفاعي ځواکونه دې قلم او ټوپک نهپریږدي او باید دواړه په یوه وخت کې وکاروي، چې له هېواده دفاع وکړي.
د ځوانو افسرانو له اکادمۍ څخه د محصلینو د فراغت په مراسمو کې دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د امنیت پر خونديتوب او د سرحدونو ساتنې ټینګار وکړ او وایي، چې موخې باید روښانه وي او اوسنی امنیت باید ټینګ وساتل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي هم ويلي، چې د هېواد سرحدونه بايد خوندي شي او دغه موضوع بايد له پامه ونه غورزول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو د اکادمۍ څخه ۳۸۴ محصلینو د نظامي او ملکي زدهکړو له څوارلسمې دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
