لوبی
د افغانستان فوتبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې د قرغزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان فوتبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا له ۱۷ کلنو ټیټ عمره فوتبال جام سیالیو په جوړښت کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د یکشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۹) مازیګر ۵:۳۰ په تاجکستان کې ترسره شوه او د ۳ د صفر پر توپیر یې اړوند لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله.
د افغان لوبډلې لوبغاړیو وکولی شول په لومړۍ نیمايي کې د قرغزستان پر وړاندې دوه ګوله ووهي او په دوهیمه نیمايي کې یو بل ګول هم ورکړي.
د اسيا مرکز له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ځوانانو سيالۍ د افغانستان، قرغزستان، ايران او ازبکستان د لوبډلو په ګډون د روان کال د اګست مياشتې له شلمې نېټې څخه تر اووه ویشتمې نېټې پورې د تاجکستان پر کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان به په خپله بله لوبه کې نن (دوشنبه) د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره مخ شي.