لوبی
د افغانستان فوتبال ملي لوبډله د آسيايي لوبو د تيارۍ اووم پړاو ته ننوته
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان فوتبال ملي لوبډله په آسيايي لوبو كې د گډون په هيله د خپلو تياريو اووم پړاوو ته ورننوته.
علی عسكر لعلی مدرس فیفا در افغانستان ميگويد:
د تيارۍ ډگر ته رابلل شوي لوبغاړي هڅه كوي، چې د خپل لارښود پاملرنه ځانته راواړوي او په بشپړ ډاد د ۱۶ لوبغاړيو د برخوالو په توگه غوره شي او د آسيايي لوبو په سياليو كې برخه واخلي.
د روان ميلادي كال آسيايي سيالۍ د مۍ په نهمه د اته ډلو په گډون د مالديو په كوربتوب تر سره كيږي او اتله ډله به د ۲۰۱۵م كال د سياليو كپ تر لاسه كړي.