لوبی

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو لومړۍ لوبه سعادت نیمروز وګټله

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو په لومړۍ لوبه کې د سعادت نیمروز لوبډلې د زیتون کابل لوبډلې ته ۷-۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه د چار شنبې پر ورځ د افغانستان د فوتبال فدراسیون په جمنازیوم کې له پرانیستې مراسمو وروسته، چې د هېواد د سپورت مسوولینو په کې حضور درلود، ترسره شوه.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ په دوه‌یم پړاو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري، چې عبارت دي له: سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدید غزني، پیروزي‌پنجشیر، صداقت کابل او شمس هرات.

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د آریانا تلویزیون له لارې خپریږي.

Trending

Exit mobile version