لوبی

د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې د آسیا اتلولۍ پایلوبې ته لار وموندله

The final will take place on Saturday August 24 at 7.30pm Kabul time.

Published

on

د افغان ځوانانو ملي لوبډلې د تاجکستان ځوانانو ملي لوبډلې ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه او د مرکزي آسیا د فوټبال د اتلولۍ جام پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

 

د منځنۍ آسیا فوټبال فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه ( چارشنبه د زمري یودېرشمه) د کابل پر وخت ۹ بجې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د مرکزي آسیا فوټبال اتلولۍ سیالیو پر مهال ملي لوبډلې د کوربه لوبډلې تاجکستان پر وړاندې لوبه پیل کړه او سیالي یې د صفر پر توپیر وګټله.

سهیل سروري د لوبې په شپږمه دقیقه کې د افغانستان د ځوانې لوبډلې لپاره ګول ترسره کړ.

له دې بریا سره د افغانستان ځوانې لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړه او ټاکل شوې، چې وروستۍ لوبه د ازبکستان له لوبډلې ترسره کړي.

دغه راز د ازبکستان ځوانه ملي لوبډلې هم بریالۍ شوه، چې د ایران لوبډلې ته ۱ – ۰ پر توپیر ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د مرکزي آسيا فوټبال اتلولۍ دا سیالۍ د زمري پر اووه‌ویشتمه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د مرکزي آسيا د شپږ لوبډلو په ګډون پيل شوې او د وږي تر درېيمې پورې به روانې وي.

ټاکل شوې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ وروستۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ ( د وږي درېیمه ) د کابل پر وخت د ماښام په ۰۷:۳۰ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version