تازه خبرونه

د افغانستان فوټبال لوبدله له انډونیزیا سره سیالۍ ته چمتوالی نیسي

Published

on

د افغانستان فوټبال فډراسیون څرګنده کړې، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له انډونیزیا سره له لوبې مخکې د ترکیې روزنیز کمپ د سیالۍ لپاره لوبغاړي نومولي دي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون د ۲۳ لوبغاړیو نومونه په ډاګه کړل، چې د انډونیزیا پر وړاندې د روانې اوونۍ له لوبې مخکې به د ترکیې په روزنیز کمپ کې برخه واخلي.

ملي لوبډله به د سې شنبې پر ورځ د نومبر پر ۱۶ نېټې د ترکیې د انټالیا ښار په لوبغالي کې له اندونیزیا سره لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لاندې لوبغاړي هلر یو اویس عزیزي، فیصل حمیدي، مصطفی حدید، حسن امین، ډیویډ نجم، اسلام الدین امیري، شریف محمد، نجیم حیدري، مسیح سیغاني، میلاد انتظار، فرشاد نور، فیصل شایسته، نور حسین، اباسین علی خېل، امید پوپلزی، فرید سادات، نعیم رحیمي، مظاهر کوهیار، زبیر امیري، مصطفی ځاځی، حسین زمانی، نورالله امیري او آدم نجم بلل شوي د ي.

سرچینې زیاته کړې، چې عمران حیدري، جبار شېرزی او مصطفی ارزاوي د ټپونو له کبله بهر پاتې شوي. په داسې حال کې، چې امرالدین شریفي او حمیدالله وکیلي د ویزو د ستونزو له کبله سفر نشي کولی.

یاد تمریناتي کمپ او لوبه به د آسیا ملتونو د جام مقدماتي سیالیو په وروستي پړاو کې د ملي لوبډلې پر چمتووالي زیات اغېز ولري.

د افغانستان فوټبال فډراسیون د آسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو وروستي پړاو پچه اچونې پورې ژمن دی، چې فوټبال ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي چمتو کړي.

دا لوبه به د سې شنبې پر ماښام شپږ بجې له آریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

همدارنګه د هغو لیدونکیو لپاره، چې تلویزیون ته لاسرسی نلري؛ دوی کولی شي دا د آریانا سپورټ یوټیوب چینل څخه په ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version