لوبی

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له عربي اماراتو سره مساوي شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د نويو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله تېره شپه وتوانيده، چې په خپله دوه يمه سيالۍ كې د عربي اماراتو د لوبډلې په وړاندې يو پر يو مساوي شي او د دې پړاو سياليو يوه غوره لوبډله ځاى پر ځاى ودروي.

د هېواد د نويو ځوانانو ملي لوبډلې تېره شپه په داسې حال كې د عربي اماراتو لوبډله له توقف سره مخ كړه، چې ۶۵ دقيقې له سيالې لوبډلې شاته وه.

پدې سيالۍ كې د عربي اماراتو لوبډلې په ۳۸ دقيقو كې لومړى گول وواهه، خو محمد وكولى شول، چې د هېواد د دغې لوبډلې په گټه گولوهنه وكړي.

د هېواد د نويو ځوانانو دغه لوبډله له پاكستان او كويټ وروسته درېيم مقام غوره كړى. د هېواد نوي ځوانان به سبا خپله درېيمه سيالي د يمن له لوبډلې سره ترسره كړي.


Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version