لوبی
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په مراکش کې لوبې کوي
د هېواد فوټبال فډراسیون ویلي، چې مراکش به د څلور اړخیزه فوټسال سیالیو کوربتوب وکړي.
Last Updated on: وری ۲۰, ۱۴۰۴
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د څلورو هېوادونو په فوټسال سیالیو کې د ګډون لپاره مراکش ته تلې ده.
د هېواد فوټبال فډراسیون ویلي، چې مراکش به د څلور اړخیزه فوټسال سیالیو کوربتوب وکړي.
په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به د افغانستان، پرتګال، مراکش او چین ملي فوټسال لوبډلې د وري له شلمې څخه د وري تر څلیریشتمې / د اپریل له نهمې څخه تر دیارلسمې پورې له یو بل سره مخ شي.
د هېواد د فوټبال فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ دا سیالۍ به له وروستۍ لوبې پرته ټلویزیوني خپراوی ونلري.
د یادونې ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د وري پر شپږویشتمه / د اپریل پر پېنځلسمه د مراکش د ملي فوټسال لوبډلې پر وړاندې یوه دوستانه لوبه هم وکړي.