تازه خبرونه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د لوبو وخت ښکاره شو

Published

on

د ۲۰۲۲ کال د قطر نړیوال جام په لومړنیو سیالیو او د ۲۰۲۳ کال د چین آسیایي جام په فوتبال سیالیو کې، چې د افغانستان  د ملي لوبدلې د لوبو وخت ځنډول شوی و؛ اوس ښکاره او مشخص شو.

د آسیا فوټبال کنفدراسیون د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د روان کال د تلې پر ۱۷ له بنګله دیش او پر ۳۳ له عمان سره ولوبیږي.

پتېیل شوې وه، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د روان کال د وري په میاشت کې دا دوه ملي سیالۍ تر سره کړي؛ خو د کورونا ویروس د خپریدو له وېرې ځنډول شوې وې.

له دې سره همهاله د افغانستان فوټبال فدراسیون ملي لوبدلې د امیر محمد له وردانګلو خبرورکړی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په ډاګه کړې، چې په روسیې لومړي لیګ کې د لجیون ډینامو لوبډلې ۲۴  کلن منډه وهونکی امیر محمد به د نړیوال جام سیالیو او آسیا جام سیالیو کې د راتلونکیو دوه لوبو لپاره د افغانستان له ملي لوبډلې سره مل شي.

د یادونې ده، چې امیر محمد تېر کال د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې رابللی و؛ خو د روسیې په لومړي لیګ کې د ټاکل شويو مقرراتو له مخې؛ هغه لوبغاړي، چې د روسیې تابعیت لري د بل هېواد لپاره د لوبې کولو اجازه نلري، ونشو کولی، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې جامې واغوندي.

په دې توګه، امیر محمد اوس پرېکړه کړې، چې د روسیې لیګ پریږدي او د افغانستان لپاره د لوبې ویاړ تر لاسه کړي.

Trending

Exit mobile version