لوبی
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې ۲ – ۰ ماتې وخوړه
د افغانستان فوټبال فډراسیون څرګنده کړې، چې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې د نیپال لوبډلې پر وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې ماتې وخوړه.
دا دوستانه لوبه د شنبې پر ورځ( د لړم شپږویشتمه ) د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د نیپال فوټبال ملي لوبډلې پر ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون څرګنده کړې، چې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې د نیپال لوبډلې پر وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې ماتې وخوړه.
دغه لوبه ۲ – ۰ پر توپیر د نیپال فوټبال ملي لوبډلې پر ګټه پای ته ورسېده.
دا د تاجکستان پر کوربتوب په درې اړخیزو لوبو کې د ازبکستان د روزونکي عثمان توشیف له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه.
دغه درې اړخیزه سیالۍ د روان لمریز لېږدیز کال د لړم پر دوهویشتمه پیل او د همدې میاشتې تر نههویشتمې روانې وي.
د هېواد فوټبال ملي لوبډله به د روانې میاشتې پر نولسمه په خپله دوهیمه لوبه کې له تاجکستان سره مخ شي.
