لوبی

د افغانستان فوټسال لوبډله تاشکند ته ورسېده

ټاکل شوې د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام د ۲۴ لوبډلو پر ګډون د روانې میاشتې د وږي پر څلیریشتمه / د سپټمبر پر  څوارلسمه  په تاشکند کې پیل شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۸, ۱۴۰۳

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي د شنبې پر ورځ  د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېدل.

ټاکل شوې د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام د ۲۴ لوبډلو پر ګډون د روانې میاشتې د وږي پر څلیریشتمه / د سپټمبر پر  څوارلسمه  په تاشکند کې پیل شي.

آریانا ټلویزیون به دا زړه‌راکښونکې  سیالۍ په ټول افغانستان کې د فوټسال مینه‌والو لپاره پر ژوندۍ بڼه خپره کړي.

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه له انګولا سره پیل کړي .

Trending

Exit mobile version