لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
نن یکشنبه په ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ترسره شوه او افغان لوبډلې ۶ پر ۴ انګولا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
د لوبې غوره لوبغاړی اکبر کاظمي وټاکل شو، چې ۱۱ ځله یې ګول وهنې ته هڅه وکړه.
راتلونکې چارشنبه افغانستان د ۲۰۱۶ ز. کال د اتلولۍ له ګټونکي ارجنټاین سره مخ کیږي. انګولا هم ډګر ته د بېرته راګرځېدنې لپاره له اوکراین سره لوبیږي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د آریانا ټلویزیون له لارې دا زړهراکښونکې سیالۍ وګوري؛ ځکه، چې آریانا ټلویزیوني شبکه (ATN) په افغانستان کې دا سیالۍ رسمي او قانوني خپروي.