لوبی

د افغانستان فوټسال لوبډلې ګواتیمالا ته ۵ – ۴ ماتې ورکړه

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په کانټینینټال ۵ لوبډلو سیالیو کې ګواتیمالا لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن (دوشنبه د وږي دولسمه ) د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوې ده.

د افغانستان لپاره دا سیالۍ د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی دی، چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته په ازبکستان کې پیل شي.

تایلینډ اوسمهال د افغانستان، تایلینډ، ګواتیمالا، نیوزیلینډ او کویټ لوبډلو د اړوند سیالیو کوربه دی.

دغه سيالۍ د اګست پر نهه‌ویشتمه پيل شوي او د سپټمبر تر شپږمې به روانې وي، چې بیا به په نړيوال جام کې د ګډون لپاره یادې لوبډلې ازبکستان ته ولاړې شي، چې د سپټمبر پر څوارلسمه پيلېږي.

فیفا په دې وروستیو کې د فوټسال د نرینه‌وو نړیوال جام د لوبېدونکیو لوبډلو درجه بندي پر لاندې ډول خپره کړې ده:

۱- برازیل

۲- پرتګال

۳- اسپانیا

۴- ایران

۵- ارجنټاین

۶- مراکش

۸- قزاقستان

۹- تایلینډ

۱۰- فرانسه

۱۱- ازبکستان

۱۲- اوکراین

۱۳ – پاراګوای

۱۶- کرویشیا

۱۹- نیوزیلینډ

۲۱- وینزویلا

۳۰- افغانستان

۳۱- کوسټاریکا

۳۴ – تاجکستان

۳۶ – نډرلینډ

۴۰- ګواتیمالا

۴۴ – پاناما

۴۷ – انګولا

۵۰- لیبیا

۷۸ – کیوبا

څرنګه کولی شو، چې د ازبکستان ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام وګورو؟

آریانا ټلویزیون به په ټول افغانستان کې د فوټسال مینه‌والو ته دا زړه‌راکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version