سیمه ییز خبرونه
د افغانستان لخوا د وسلو غوښتنليك تر لاسه شوى- هندي رسنۍ
په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د نړيوالو سرتېرو د وتو او له امريكا سره د امنيتي تړون خبرې تودي دي، هندي رسنيو رپوټ وركړى، چې د افغانستان لخوا يې د بېلا بېلو وسلو او الوتكو غوښتنليك تر لاسه كړى دى.
ميل انلاين انډيا انترنتي خپرونې د رپوټ له مخې، افغانستان خپل دغه غوښتنليك هند ته سپارلى دى.
د دوى د څرگندونو له مخې ۱۵۰ زغروال ټانگونه، ۱۲۰ يو سل و پنځوس ميلي متري توپونه، دوه اتيا ملي متري هاوانونه، اې ان دوه دېرش ترانسپورتي الوتكه، دوه عملياتې چورلكې او گڼ شمېر پوځي لارۍ او موټر په دغه ليست كې شامل دي.
د هندې رسنۍ په حواله، هند له امريكا، روسيې او نورو هېوادونو سره د افغانستان د مسايلو په اړه يو ډول فكر كوي او افغانستان به پرې نږدي، چې يو ځل بيا د طالبانو كړكېچن پېر ته ستون شي.
د غه هندي رسنۍ د هندي چارواكو له قوله ليكلي، چې:
افغانستان له هند څخه غواړي، چې د افغان سربازانو او افسرانو د روزنې لپاره په افغانستان كې يو تعلميې مركز هم جوړ كړي.