تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه پاکستان بیا هم اندېښنه څرګنده کړه
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې کول غواړي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د امریکا د نیویارک ښار په یوه غونډه کې ټینګار څرګند کړ، چې د پاکستان پر خلاف د تي تي پي او د داعش خراسان څانګې له لوري د افغانستان د خاورې کارول د اسلاماباد لویه اندېښنه ده.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ دوی اندېښنه لري، چې تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
جلیل عباس جیلاني وایي: مونږ دا ردوو، چې ترهګري له کوم هېواد، قوم او مذهب پورې وتړل شي. مونږ غواړو، چې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ترهګري له منځه یوړل شي. د پاکستان لپاره دا مهال تر ټولو لویه اندېښنه د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې هغه وړتیاوې دي، چې غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. مونږ په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره له نږدې خبرې کوو.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې ښې پایلې لرلی شي.
په همدې وخت کې د روسیې دفاع وزیر ایران ته د خپل سفر پر مهال د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د ایران له یوه جګپوړي پوځي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان او سوریې پر مسایلو هم خبرې وکړې. تر اوسه د دغو خبرو جزئیات رسنیو ته پر ډاګه شوي نهدي.
اسلامي امارت له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه هر ډول اندېښنه بې بنسټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هر ډول اندېښنې ردوي او ټینګار کوي، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان واقعیتونه ومني او ډاډه شي، چې افغانستان د کوم هېواد لپاره ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت په پاکستان کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی.
اسلامي امارت ويلي، د پاکستان اوسنی وضعیت د هغه هېواد کورنۍ مسله ده؛ افغان حکومت او همدارنګه په هغه هېواد کې میشت افغان کډوال په کې هیڅ راز ښکېلتیا نهلري.