تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې د ترهکریزو بریدونو مخنیوی د تعامل لومړیتوب دی – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر ویلي، چې اوسنی افغان حکومت باید ډاډ څرګند کړي، چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نهکېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ترهکریزو بریدونو مخنیوی له اسلامي امارت سره د امریکا د تعامل لومړیتوب دی.
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو بریدونو لپاره ونهکارول شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر ویلي، چې اوسنی افغان حکومت باید ډاډ څرګند کړي، چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نهکېږي.
مټیو میلر زیاته کړې، چې دا له اسلامي امارت سره د امریکا د تعامل رامنځته کېدو لپاره لومړیتوب دی.
نوموړی وایي: مونږ له طالبانو څخه د ډاډ غوښتنه کوو، چې تروریستي بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کیږي. دا له طالبانو سره زمونږ په تعامل کې مونږ ته لومړیتوب دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په پاکستان کې د هغو بریدونو په اړه، چې پاکستان یې په افغانستان کې د پلانېدو ادعا کوي وايي؛ امریکا او پاکستان له سیمهییزو امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري او واشنګټن د اسلامآباد له امنیتي ګواښونو سره مبارزه کوي.
هغه وایي: تر ټولو لومړی غواړم ووایم، چې په رښتیا هم د پاکستان خلکو د سخت دریځو او ترهګرو څخه ډېر زیان لیدلی دی. مونږ د سیمهییز امنیت له ګواښونو سره په مبارزه کې د پاکستان له خلکو او حکومت سره ګډې ګټې لرو.
اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان به د هیڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
پاکستان ادعا کړې، چې ټي ټي پي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي؛ خو اسلامي امارت وايي، دا ډول ادعا سمه نده او ټي ټي پي د پاکستان خپله داخلي ستونزه ده او له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.
Related Stories:
امریکا په افغانستان کې د دوه امریکایي بندیانو د خلاصون پر هڅو ټینګار څرګند کړ
امریکا به له پاکستان سره پوځي مرسته ونه کړي
