تازه خبرونه

د افغانستان له خلکو سره دې امریکا او ناټو هېوادونه مرستې وکړي – پوتین

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۴, ۱۴۰۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په اړه د امریکا او ناټو هېوادونو پر کړنو د نیوکو تر څنګ ویلي؛ هغو هېوادونو، چې شل کاله په افغانستان کې حضور درلود؛ اوس باید د دې هېواد له خلکو سره مرستې وکړي.

د روسیې ولسمشر په خپل کلني خبري کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا مرستې باید لومړی د هغو هېوادونو لخوا تر سره شي، چې افغانستان ته یې زیان رسولی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي: اوس باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا مرسته باید لومړی د هغو هېوادونو لخوا تر سره شي، چې ۲۰ کاله یې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته ستر زیانونه رسولي دي.

پوتین زیاته کړې؛ روسیه به له خپلې وسې سره سم د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.

هغه د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر آزادېدو هم ټینګار څرګند کړی او په ډاګه کوي: د افغانستان د پولي زیرمو د نه آزادېدو په صورت کې به ممکن قحطي او نورې بدې پایلې را منځته شي، چې پر ګاونډ هېوادونو به هم اغېز ولري.

دغه راز د چین بهرنیو چارو وزارت له امریکا او ناټو غوښتي؛ هغه څه یې، چې تر سره کړي، باید جدي غور پرې وکړي او په بیړه د افغانستان شتمني آزاده کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم چین پر غربي نړۍ غږ کړی، چې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لیجیان وایي: چین په دې باور دی، چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې د امنیت شورا پرېکړه لیک نه نقضوي او دا مرستې باید مشروطې او سیاسي نشي. امنیت شورا باید له افغانستان سره په بشردوستانه مرستو کې رغنده رول ولوبوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت دا راز له غربي هېوادونو غوښتي، چې د هغه څه په اړه په جدیت فکر وکړي، چې تر سره کړي یې دي او په بیړه د افغانستان پیسې آزادې کړي.

Trending

Exit mobile version