سیمه ییز خبرونه

د افغانستان له راتلونكي ولسمشر سره دې امنيتي تړون لاسليك شي- كارل ليون

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له هغې وروسته، چې ولسمشر حامد كرزي د كابل او واشنگتن د امنيتي سند د لاسليك لپاره نوي شرطونه وړاندې كړل، ور سره له بېلابېلو خواوو غبرگونونه را وپاريدل.

امريكايي چارواكي ټينگار كوي، چې دا تړون بايد د ۲۰۱۴م كال څخه مخكې لاسليك شي؛ خو يو مخكښ امريكايي سناتور كارل ليون د لومړي ځل لپاره ولسمشر باراك اوباما ته په يوه ليك كې له هغه غواړي، چې دا سند دې د افغانستان له راتلونكي ولسمشر سره لاسليك شي.

د امريكا د مشرانو جرگې د پوځي خدمتونو د كميتې رييس سناتور كارل ليون وايي:

ولسمشر کرزي له تېروتنې سره باوري دى، چې امريکا افغانستان ته ډېره اړتيا لري، په داسې حال کې، چې افغانان امريکا ته اړتيا لري. که حامد کرزى دا تړون نه لاسليکوي؛ نو امريکا بايد تر راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو انتظار وکړي او له نوي افغان ولسمشر سره دې دا سند لاسليک کړي.

د افغانستان د ولسي جرگې  غړى عبدالجبار قهرمان د دغه امريكايي سناتور دا وړانديز عاقلانه بولي.

د سياسي چارو شنونكى كمال سادات او د مشرانو جرگي غړى فاروق نظري وايي، افغانستان د امريكا او نړيوالې ټولنې مرستو او همكارۍ ته ډېره اړتيا لري؛ نو، ځكه ولسمشر حامد كرزي بايد دا تړون لاسليك كړى واى.

دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر حامد كرزي د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا له ځانگړي استازي سره په ليدنه كې يو ځل بيا پخپل پخواني دريځ د ټينگار تر څنگ وويل، د سولې د بهير عملي پيل او د افغانانو پر كورونو د امريكايي ځواكونو د عملياتو ودريدل د امنيتي سند د لاسليك لپاره د دوى نه بدلېدونكي شرطونه دي.

Trending

Exit mobile version