تازه خبرونه
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
اصف علي درانی، چې دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی؛ په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له زیاتوالي هم خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف علي درانی ويلي؛ که د افغانستان وضعیت ته پام ونشي، د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو شونتیا شته.
اصف علي درانی، چې دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی؛ په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له زیاتوالي هم خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي ويلي، د اوکراین کړکېچ او په فلسطین کې پرلهپسې عام وژنې افغانستان هېر کړی دی.
اصف علي درانی خبرداری ورکوي، چې که افغانستان منزوي شي، ترهګرې ډلې به بیا وده وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف علي درانی وایي؛ دا مهال افغانستان هېر شوی، د اوکراین کړکېچ او په فلسطین کې دومداره عامه وژنه روانه ده؛ نو افغانستان د نړۍ د توجه مرکز ندی. که بیا هم افغانستان له پامه وغورځول شي؛ دا کار د سپټمبر د یوولسمې پېښې د تکرار لامل کېدی شي او وسلهوالې ډلې لکه داعش به هلته پیاوړې شي.
دغه پاکستاني ډیپلوماټ په افغانستان کې د حکومت پر څرنګوالي او په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو پر تامینولو هم نیوکه کړې ده.
دراني ټینګار وکړ؛ هغه کسان، چې باور لري د چارسمبالي حکومت پر رسمیت پېژندل به له ستونزو سره مخ شي.
هغه وایي: هر هېواد حق لري، چې یو هېواد پر رسمیت وپېژني او که نه! د سپټمبر د یوولسمې له پېښې مخکې مونږ او ځینو نورو هېوادونو هم دوی پر رسمیت پېژندلی وه؛ خو ګټه یې څه وه؟ اصلي مسله دا ده، چې څوک یې پر رسمیت پېژني، هغه به څه کوي؟! د دې پر ځای، چې د نړۍ په یوه برخه کې وي، دوی به سبا د ملګرو ملتونو او OIC په څېر په لویو غونډو کې ګډون وکړي. پوښتنه دا ده، چې د دوی کړنې به هماغسې وي، چې پر نجونو یې بندیزونه لګولي دي؟ زدهکړه او د دوی غږ بند کړئ او ووایئ، چې دوی کار نشي کولی؛ نو د دوی پېژندل به ګټور نهوي، خو دا به د هغه هېواد لپاره یو بله ستونزه وي.
درانی په داسې حال کې د سیمې له لارې د افغانستان د ستونزې د حل پر اړتیا ټینګار کوي، چې د ده په خبره امریکا او لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو پر مسلو ټینګار کوي.
