لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د درياتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د سیالیو د کوربه آذربایجان پر وړاندې د پنالټیو په وهلو بریا خپله کړه او د فیفا د اړوند لومړي نړیوال جام او فوټبال نندارې د سیالیو له پای ته رسېدا سره یې په ۱۸۹ ګډونوالو هېوادونو کې درياتیایم مقام خپل کړ.
افغان لوبډلې د جمعې پر ورځ د درياتیایم مقام خپلولو لپاره د باکو ښار په لوبغالي کې له آذربایجان سره ۳-۳ مساوي لوبه وکړه؛ خو د پنالټیو پر وهلو یې د ۳ پر ۲ پایلې پر ترلاسه کولو بریا خپله کړه او سیالۍ یې بریالۍ پای ته ورسولې.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې د سیرالیون، جیبوټي، سوډان، نامیبیا، هند او آذربایجان پر وړاندې شپږ بریاوې ترلاسه کړې؛ خو د ترکیې، روسیې، تایلینډ او هنګري پر وړاندې یې څلور لوبې وبایللې.
د فیفا له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې لومړی نړیوال جام او فوټبال ننداره په ۲۰۲۶ز.کال کې د ۱۸۹ هېوادونو پر ګډون ترسره شوه.د اسپانیا لوبډلې په پایلوبه کې د چک جمهوریت لوبډلې ته ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.