لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلونو لږ عمره لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه پر ۳۵ منډو وګټله
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو لږ عمرو ملي لوبډلې د سې شنبه پر ورځ د مرغومي ۲۸ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان په ۳۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې، چې لوبډلمشر سلیمان ساپي پر ۷۶ توپونو ۶۲ منډې تر سره کړې.
اعجاز احمدزي هم په ۵۰ توپونو ۴۵ منډې وکړې.
پاپوا نیو ګیني لوبډله د ۲۰۱ منډو هدف ته د ۲۰.۵ آورونو په ۶۵ منډو کې اوټ شوه.
د افغانستان لپاره اشرالحق نوید په زړه پورې لوبه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې.
دغه راز نوید ځدراڼ، ننګیالي خروټي او نوراحمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په پای کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر سلیمان ساپی د خپلو سیالانو پر وړاندې د افغانستان په ګټه د ۶۲ منډو پر جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.