سیمه ییز خبرونه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازى، شوي پرمختگونه زيانمنيدونكي بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د اروپايي ټولنې په پارلمان كې ويلي، چې اداري فساد، نا امنۍ او له بشري حقونو سرغړونې اوس هم  د جدي ستونزو په توگه په خپل ځاى پاتې دي.

د افغانستان لپاره د ارويايې ټولني ځانگړى استازى ويگاداس اوشاتكاس وايي:

په تېرو لس كلونو كي د روغتيا، پوهنې  او اقتصاد په برخو كې پرمختگونه شوي؛ خو كه  په پاملرنه او ځيركتيا گامونه پورته نشي، دا پرمختگونه له منځه تلونكي او زيانمنيدونكي دي.

هغه ټينگار كړى، چې افغانانو ته د ليږد پروسه يوازې په ښې حكومتدارۍ  بريالۍ كيداى شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي ښاغلي اوشاتكاس زياته كړې، چې ښايي له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې جگړه پاى ومومي، خو سخت دريځي، بيسوادي او فقر به په خپل ځاى پاتې وي.

هغه له افغانستان سره د اروپايي ټولنې  پر اوږدمهالو ژمنو ټينگار كړى  او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام وركړي.

ښه حكومتداري،  د بشر د حقونو خونديتوب او له اداري فساد سره مبارزه هغه څه دي، چې نړيواله ټولنه يې له افغان دولت څخه د عملي كيدو تمه كوي.

Trending

Exit mobile version