تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې استازي جاپان ته سفر کړی
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي ويلي، له جاپاني چارواکو سره یې د یو شمېر سیاسي او بشري مسایلو د حل لپاره او همدارنګه د ملګرو ملتونو پر منځکړیتوب یې له جاپان سره د ګډو پراختیايي همکاریو د زمینې پر برابرولو خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د وجهي صندوق مشر جمال الساعاتي پرون په دغه څلور ورځني سفر کې، چې پرون پای ته ورسیده ملتیا کوله.
د اسلامي همکاریو ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارې موندلو هوکړه کړې ده.
د دغو خبرو اصلي موخه په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره د یوې ګډې لارې نقشه جوړول بلل شوي دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په اعلامیه کې رالي؛ په افغانستان کې د بشري مرستو پراخول او د اقتصادي پروژو پراختیا، په افغانستان کې د جاپاني موسسو فعالیتونه، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارو لټون، د یو شمېر سیاسي او بشري حقونو د موضوعاتو لپاره د منلو وړ حل لارو موندل او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ګډې همکارۍ لپاره د زمینې برابرول د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو مهم ټکي وه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي انکشافي او پراختیايي مرستې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره مهمې ګڼي او ټینګار کوي؛ هر هغه اقدام، چې له نړۍ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي؛ دوی یې هرکلی کوي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پوره خرابېدو د مخنیوي لپاره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل ویلي وه، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لار د انکشافي او پراختیا پروژو پیلول دي.