تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا استازی قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته سفر پیل کړی

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر شپه (د وري ۲۲ ) په ډاګه کړه، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته سیمې ته خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته د وري له ۲۲ تر ۲۹ / د اپریل له یوولسمې تر اتلسمې (۲۲ تر ۲۹) پورې خپل سفر پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې  اوبپاڼې یې خپره کړې؛ راغلي: ویست به په دوحه کې له قطري چارواکو او افغان سداګرو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ویست به په استانبول کې له افغان سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري مسایلو له کارپوهانو او د بشري حقونو له فعالانو سره هم وګوري.

Trending

Exit mobile version