تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مشره وټاکل شوه.
آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
ماري بیشوپینګ افغان نژاده، په امریکا کې زېږیدلې او د یوې وکیلې او ډیپلوماټې په توګه یې کار کړی دی.
نوموړې په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د مرکزي او جنوبي آسیا څانګې ته سپارلې ده.
یو شمېر کارپوهانو ويلي، چې افغانستان د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم پاتې شوی او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې ښهوالی راشي.
دغه رار نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان له مخې؛ په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او یو شمېر نورو بنسټونو موقف له منځه یوړل شي.
دا بدلونونه او ګمارنې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ تګلاره د بیا کتنې او ارزونې په نوې دوره کې ده.
ویل شوي، چې دا بدلونونه د بهرنیو چارو وزارت د بیارغونې لپاره د هراړخیز پلان برخه ده، چې موخه یې د “فساد او لګښتونو کمول” او “د ولسمشر له لید سره بهرنۍ پالیسۍ تنظیمول دي.”
د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو او ډیپلوماتیکو اړیکو لار پرانیستې او د مثبتو اړیکو او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
دا به معلومه شي، چې د امریکا نوې اداره به له افغانستان سره څه وکړي.؟!