تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سیمې ته له سفر خبر ورکړ

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان پر بشري، سیاسي او اقتصادي اړتیاوو د بحث او خبرو لپاره قطر، عربي متحده اماراتو،  سعودي عربستان او پاکستان ته سفر کوي.

نوموړی به په خپل دې لس ورځني سفر کې له خپلو سیمه‌ییزو همکارانو سره وګوري.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له کلیدي شریکانو سره به د ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د ساتنې او بیا میشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.

ویست به د لیندۍ تر څلیریشتمې پورې په سیمه کې وي.

توماس ویست خپل سفر په داسې حال کې پیل کړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو چارو سلاکارې جولیتا والس نویس پر مشرۍ یوه امریکایي پلاوي پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو پر موضوع خبرې کړې دي.

امریکا غږ څرګنده کړی، چې جولیا والس نویس د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د شاوخوا ۲۵ زره هغو افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې امریکا ته واستول شي.

امریکايي چارواکي په ژمي کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک د سې شنبې پر ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي؛ د سلګونه زره افغان مهاجرو جبري ایستلو د افغانستان لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

Trending

Exit mobile version