تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره وکتل
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په نوي ډیلي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هارش ورډان شرینګلا او د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره وکتل.
ټوماس ویسټ د سې شنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې امریکا او هند به په افغانستان کې د ګډو ګټو، سولې او ثبات لپاره له خپلو نږدې متحدینو سره کار وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ټویټ کړی، چې دواړو لوریو د هند او واشنګټن پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
دا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان لپاره د امریکا د نوي استازي په توګه د ټوماس ویسټ لومړنی سفر دی، چې د افغانستان د روان کړکېچ حل ته د یوه نړیوال ائتلاف پر جوړولو خبرې کوي.
نوموړی له دې مخکې د بروکسل، لندن او قطر له سفرونو وروسته پاکستان او روسیې ته هم تللی او هلته یې له لوړپوړیو چارواکو سره د افغانستان د ستونزو د ژر حل په اړه خبرې کړې دي.