تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د ایران استازي د سولې بهیر په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان له افغان چارواکو سره په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي له سولې څخه د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع، د دوحې د سولې د خبرو او له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

ابراهیم طاهریان د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر، سیمه ییزې اجماع او له دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت بحث او خبرې کړي دي.

د ایران سفارت ویلي، چې دوی د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو له پیل څخه په کلکه ملاتړ کړی او په دې هېواد کې یې د رښتینې او تلپاتې سولې پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version