تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د بریتانیا پر ستراتیژۍ دې بیا کتنه وشي – توبیاس الوود

Published

on

د بريتانيا د پارلمان غړي توبیاس الوود يو ځل بيا د خپل هېواد له حکومته غوښتي، چې د افغانستان په اړه دې پخپله ستراتيژۍ له سره غور وکړي.

د پي ای خبري اژانس د راپور له مخې؛ د محافظه کار ګوند دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې بریتانیا باید د افغانستان خلک یوازې خوشې نه‌کړي او حکومت باید د افغانستان له واکمن رژیم سره پخپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د بريتانيا د پارلمان د دفاعي کمیتې دغه مشر دا څرګندونې په لویديځ لندن کې د افغانستان او منځنۍ اسيا د ټولنې په غونډه کې کړې دي.

په دې مراسمو کې هغه واک ته د اسلامي امارت له راستنیدو دوه کاله وروسته حضور مومي.

د افغانستان په اړه د هغه وروستۍ څرګندونې د ولسي جرګې د وکیلانو له مخالفتونو او نیوکو سره مخ شوې وې.

الوود د خپلې وینا په یوه برخه کې دغه جنجال ته نغوته وکړه او ټینګار یې څرګند کړ، چې دی له شخصي ادرسه خبرې کوي. هغه دا ادعا هم وکړه، چې ډېري نه غواړي د افغانستان په اړه له “سختو پوښتنو” سره مخ شي.

هغه وایي، چې په اوکراین کې د جګړې او له چین سره د کړکېچ په زیاتېدو کې له افغانستان څخه وتل او روان وضعیت له هېرېدو سره مخ شوی دی.

الوود ویلي: لکه څنګه، چې له سفر وروسته مې پام ( افغانستان ته ) راوګرزېده؛ اوس هیڅ څوک دې ته چمتو نه‌ښکاري، چې په اړه یې له سختو پوښتنو سره مخ شي. ایا زمونږ اوسنۍ تګلاره واقعاً له لرې واټنه پر چیغو وهلو ګټوره ده او کنه؟. یا مونږ د دې جرئت کوو، چې د تعامل له لارې ډېر نفوذ په پام کې ونیسو.

د بریتانیا د دفاعي کمیتې مشر وروسته له هغې، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو په اړه ویدیو خپره کړه؛ د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیتې د مشر په توګه د نه باور له رایې سره مخ شو.

تېره میاشت، هغه له هغې ادعا وروسته، چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او فساد کم شوی دی؛ د خپلې کمیتې د غړیو له غبرګون وروسته بښنه وغوښته.

الوود افغانستان ته له سفر وروسته له بریتانیا وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هغه وروسته له ټولنیزو رسنیو څخه خپل ویدیويي راپور لرې کړ او د ثبتولو لپاره یې افسوس څرګند کړ.

الوود په خپل وروستي بیان کې څرګنده کړې: یو اقتصادي، بشري یا تروریستي بحران را روان دی. راځئ، چې افغانستان او خلک یې هېر نه‌کړو. اوس د نوې ستراتیژۍ وخت رارسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version