تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د روسیې سفیر له لنډمهاله حکومت ملاتړ کوي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د لنډمهاله ائتلافي حکومت له جوړولو سره به د افغانستان کړکېچ حل شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د چهارشنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغانستان د لنډمهاله ائتلافي حکومت له جوړولو سره به د افغانستان ستونزه حل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ کله، چې یوه خوا هم برلاسې نشي، شخړه پر سیاسي جوړجاړي پای ته رسیږي.
انادولې خبري سرچینې د کابلوف د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ مونږ د ائتلافي لنډ مهاله حکومت د اړتیا په اړه خبرې کوو، ځکه دواړه خواوې باید یو د بل وژنه ودروي او د هېواد د ګډې حکومتدارۍ لپاره د حل لار ومومي.
هغه وایي: د لنډمهالې حکومت جوړېدل نه یوازې حقیقت دی، بلکې تر هغه ځایه، چې مونږ له امریکایي، پاکستانیو او چینایي ملګرو سره پوهیږو، د دې لپاره بله متبادله لاره نشته. مونږ ټول په نورو هېوادونو کې د نورو جنجالونو او کورنیو جګړو له تاریخ څخه ښه پوهیږو؛ کله، چې هیڅ خوا نشي بریالي کیدی شخړې پر سیاسي جوړجاړي ته رسیږي.
هغه څرګنده کړې: پدې معنا، مونږ د ائتلافي لنډمهالي حکومت پر اړتیا خبرې کوو؛ ځکه دواړه خواوې باید د یو بل وژنه ودروي او د هېواد د ګډې حکومتدارۍ لپاره د حل لار ومومي.
دا د دې معنا نلري، چې روسیه، چین، امریکا او پاکستان به افغان لوري دې کارته اړ باسي او یو څه به پرې تپي.
هغه همدارنګه وړاندیز کړی، چې د امریکا او طالبانو د تېرکال په فبرورۍ کې لاسلیک شوی تړون لغو کیدلی شي او یو نوی تړون به لاسلیک شي، چې په کې نوي شرایط هم خوندي شي.
په مسکو کې د افغانستان په اړه د تېرې اوونۍ د سولې دوه ورځنۍ ناستې ته په نغوته کې هغه ویلي، چې دغه ناسته په دوحه کې د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره جوړه شوې وه، چې ځنډیدلي دي.
د انادولې خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د غونډې بل دلیل د طالبانو لخوا د پسرلني برید د مخنیوي لپاره د لارو موندل ول، چې تل د تاوتریخوالي په ډیریدو پیل کیږي.
نوموړي څرګنده کړې: د عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی به په کنفرانس کې مشورې خپل لوړ پوړي مشرتابه ته وړاندې کړي او دغو مسلو ته به پام راواړوي.
د انادولې آژانس د راپور له مخې، کابلوف د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان پر رول ټینګار کړی او په دې اړه په ډاګه کوي، چې پاکستان خورا فعال او رغنده هڅې کوي او مونږ هوکړه کړې، چې خپلې همکارۍ روانې وساتو او ژورې کړو. پاکستان یو له مهمو لوبغاړیو څخه دی او پاکستانیان دې خبرو ته د ایراني ملګرو د راجلبولو لپاره ډېر څه کوي. مونږ د اسلام آباد دوامدارې او مساوي رغنده هڅو ته سترګې پر لار یو.
کابلوف ویلي، که ایران له دې بهیر سره یوځای شي؛ نو لوی رول لوبولی شي؛ خو مونږ له ایران پرته هم دې موخو ته رسېدلی شو. زه هیله من یم، چې په نږدې راتلونکي کې به ایراني شریکان په دې کار کې برخه واخلي او مونږ به یې په بشپړ قوت ملاتړ وکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ.
