تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پاکستان ته سفر کوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.

Published

on

اسلام‌آباد څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به نن (پنجشنبه) د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.

بلوچ زیاته کړې؛ دواړه خواوې به د افغانستان پر وضعیت بیاکتنه وکړي او د سیمې  د سولې او ثبات په وده کې به د ګاونډ هېوادونو دریځ ته پام راواړوي.

Trending

Exit mobile version