تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د مرسته شویو هندي غنمو اتمه کښتۍ چابهار بندر ته رارسیدلې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۳۹۹)

د هندي غنمو د مرستې اتمه کښتۍ نن شنبه د وږي ۱۵ د ایران چابهار بندر ته رارسیدلې ده.

په دې کښتۍ کې افغانستان ته د هند له ۷۵۰۰۰ ټنو مرسته شویو غنمو څخه ۸۰۹۷ ټنه غنم رارسیدلي دي.

تر دې دمه ۵۳۰۰۰ ټنه غنم افغانستان ته رااستول شوي دي.

د سیستان او بلوچستان بندرونو او سمندري چارو عمومي مشر بهروز اغایي ویلي، چې د کښتۍ له تشولو وروسته به اړوند غنم د سړک له لارې افغانستان ته ولیږدول شي.

د افغانستان، ایران او هند تر منځ له درې اړخیز تړون په وچه کې پروت افغانستان ته اجازه ورکوي، چې چابهار بندر ته لاسرسی ولري.

له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راپدیخوا لږ تر لږه له لومړنیو توکو بار ۱۴ کښتۍ د چابهار بندر ته رسیدلي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version