تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ د جلبولو هڅې پیل شوي – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرلوړي افغانستان بنسټ د افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا د ملاتړ د جلبولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

د دغه بنسټ موسس او یو مشر زلمي خلیل زاد په واشنګټن کې د دغه مطلب په څرګندولو سره وویل؛ په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د نړیوال ملاتړ دوام ته اړتیا لري.

دا هڅې په داسې حال کې کيږې چې په افغانستان کې دننه اقتصادي او امنیتي ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې دي.

زلمي خلیل زاد د جیمز کنینګهم په همکاري سره د سرلوړي افغانستان په نوم بنسټ جوړ کړی دی، څو له دې لارې افغانستان ته زیات نړیوال ملاتړ جلب کړي.

بلخوا ښاغلی خلیلزاد له آریانا نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دغه بنسټ به هڅې وکړي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ښې شي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د سرلوړي افغانستان په بنسټ کې د هېواد مطرح شخصیتونه غړیتوب لري چې د افغانستان د خودکفایي او له امریکا سره د هغو تړونونو په اړه چې په تېرو کې لاسلیک شوي،عملي وړاندیزونه کوي.

نوموړی وایي چې په پوځي برخه کې به هم د ملي یووالي له حکومت او امریکا سره ګډ کار وشي.

Trending

Exit mobile version