تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د هندي غنمو نوی مرسته هم چابهار بندر ته راورسیده

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۳۹۹)

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د هندي غنمو اوومه کښتۍ د ایران چابهار بندر ته راورسیدله.

د ایرانيو رسنیو د څرګندونو له مخې ایراني چارواکو ويلي؛ له هندي غنمو ډکې کښتۍ ۸۸۰۰ ټنه غنم په ۳۵۲ کانتینرونو کې له هندوستان څخه د ایران چابهار بندر ته راالیږدولي دي.

د چابهار بندر چارواکو ويلي؛ دا د هند د مرسته شویو غنمو تازه رارسیدلې کښتې ده، چې تر اوسه یې په ۱۷۰۰ کانتینرونو کې ۴۳ ټنه غنم دې بندر ته رارسولي دي.

د دغو مرسته شویو غنمو دا ټولګه به له چابهار بندر څخه د ځمکې له لارې د نیمروز ولایت د میلک سرحدي بندر ته ورسیږي او بیا به هېواد ته رادننه شي.

پر ۲۰۱۶ کال ایران، افغانستان او هند په منځنۍ آسیا کې د ګډ سوداګریز دهلیز جوړولو هوکړه کړې ده.

هند په ۲۰۱۷ کال کې د خپلو مرسته شویو غنمو لومړۍ ټوله د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راولیږله.

د دغو هېوادونو ګډ سوداګریز دهلیز په رسمې بڼه د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د چابهار بندر له لارې پرانیستل شو.

هندوستان، چې د چابهار بندر د پراختیا لپاره یې د سړکونو او ریل پټلۍ د جوړولو په ګډون د ۵۰۰ میلیون دالرو ژمنه کړې وه؛ د ۲۰۲۰ کال په ملي بودجه کې یې هغه دوه چنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version