تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې وکړې

د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.

Published

on

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې هغه له خپل ایراني سیال سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو پر وړاندې د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.

محمد صادق زیاته کړې، چې دوی د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له ځانګړي استازي سره هوکړه کړې، چې دې ننګونو ته به ګډه رسېدنه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی هم ټاکل شوې؛ روسیې او چین ته سفر وکړي، چې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید له پاکستان سره متقابلې اړیکې ولري او کابل باید په سیمه‌ییزو مسلو کې فعال رول ولوبوي.

اسلامي امارت پدې باور دی، چې کابل له ټولو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیله کوي، چې د اقتصاد پر بنسټ د پالیسیو له تعقیب سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version